لیګونه

کویټن ډيکاک په روان اې پي ایل سیالیو کې لومړنۍ پنځوسیزه ووهل

په هندوستان غوره لیګ سیالیو کې د ممبی لوبډلې د پیلز توپوهونکي کویټن ډيکاک په روان ۲۰۲۰م کال کې د خپلي لوبډلې لپاره لومړۍ پنځوسیزه ترسره کړه.

ډيکاک په ننۍ لوبه کې د ممبی لوبډلې په ګټه د سنرایزر حیدراباد لوبډلې پروړاندي په ۳۹ توپونو باندي ۶۷ منډي وکړې.

د ممبی لوبډلې لپاره دا ځوان توپوهونکی د پیلز لپاره د روهت شرما سره د توپوهنی لپاره د میدان ډګر ته کښته شو، چې په ۳۹ توپونو باندي یې ۶۷ منډي وکړې، په دې کې څلور څلوریزي او څلور بیا شپږیزي شاملي دي.

د ننۍ لوبې پچه د ممبی لوبډلې وکټله او لومړی یې د توپوهنی پریکړه وکړه، دې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلي لوبډلې ته د ۲۰۹ منډو هدف وټاکې.

د ممبی او سنرایز حیدراباد لوبډلو ترمنځ لاهم دوهمه پاڼې پاتې ده، وروسته به حیدراباد لوبډله د هدف پوره کولو لپاره د میدان ډګرته کښته شي.

د یادولو وړ ده، چې د دې لوبې ورسته ماښام ۶ نیمي بجی چینای سوپر کنګز د کنګز الیون پنجاب لوبډلې سره د لوبې ډګر ته کښته کیږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې