لیګونه

کلکتې لوبډلې د ناکام مدیرت له وجې ډهلي لوبډلې ته لوبه وبایلله

د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې ډهلي د کلکتې لوبډلې پر وړاندې خپل بخت وازمایلو، د دې لوبې ټاس ډهلي لوبډلې وګټه او لومړۍ یې توپ وهنه ترسره کړه.
ډهلي لوبډلې په ټاکلي شل اورونو کې د شاریس آیر د ۸۸ پرتیو شاو، د ۶۶ او د ریشپ پنټ د ۳۸ منډو پرمټ یې ۲۲۸ منډې جوړي کړي.
کلکتې لوبډلې ونو شو کولای چې یاد هدف ته ځان ورسوي دوی په ټاکلي شل اورونو کې د ۲۲۸ منډو په ځواب کې ۲۱۰ منډې ترلاسه کړي او په ۱۸ منډو یي سیالي سیالې لوبډلې ته وبایلله.
د کلکتې لوبډلې په لوبډلمشر او مدیرت یي سختې نیوکې وشوي.


د کرکټ شنونکي په دې نظر و چې انګلستانی ایون مورګن باید له انډریو رسل څخه مخکې راغلی وی، او ترڅنګ یي باید لوبډلې مشر دینیش کارتیک ټول هیټران په لومړي سر کې نه وی لوبولی.
که څه هم د شل اورویزو سیالیو هدف چې له ۲۰۰ څخه پورته لاړ شي پوره کول یي ډېر سخت وي خو کلکتې ته په وروستیو وختونو کې ایون مورګن بهترینه توپ وهنه تر سره کړه چې څو شیبې یي ټول لیدونکي حیران کړی و.
نوموړي په ۱۸ بالونو ۴۴ منډې ترلاسه کړي او له هغه وروسته یې د لوبې په ۱۹ اور کې ویکټ اینریچ نورټیج ته وبایلله.
یاده دې وي چې سبا ته به د آی پي ایل سیالیو په لړ کې غرمه مهال سنریزر حیدر اباد لوبډله د ممبي انډینز پر وړاندې او ماښام شپږ نیمې بجې به کینګز الیون پنجاب لوبډله د چينای سوپر کینګز پر وړاندې خپل بخت وازمایي.
ولید ( خپلواک )

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې