دلوبغاړو په اړه

راج کمار شرما: خلک دا له یاده وباسې چې وېرات کوهلي ماشین نه؛ بلکې انسان دی

وېرات کوهلي چې په هند غوره لیګ کې د ار سي بي لوبډلې لوبډلمشر دی. خو تر دې دمه یې په روانو آی پي ایل سیالیو کې ښه پایله د لوبډلې په ګټه نه ده ورکړې. نوموړي تر دې دمه دوه لوبې ترسره کړې دي، چې دواړو لوبو کې یې د لوبډلې په ګټه ښه توپ وهنه نه ده ترسره کړې.

د پنجاب خلاف لوبه او پر کوهلي د مینه والو نیوکې:

پر لوبډلمشر وېرات کوهلي وروسته له هغې د مینه والو له لوري توندې نیوکې وشوې، چې هغه د کېنګز الېون پنجاب پر وړاندې سیالۍ کې ماتې وخوړه، نوموړي همدغه راز یو لړ کېچونه هم مېس کړل چې د لوبډلې په تاوان تمام شول.

نو پر همدې اساس د وېرات کوهلي د کوچنیوالي روزونکی راج کمار شرما د کوهلي پر ملاتړ راوتلی دی. هغه باور لري چې لوبغاړي په میدان کې ښیې او بدې ورځې لري او هېڅوګ یې کنټرولی نه شې.

نوموړی وایي، خلکو دا له یاده ویستې دي، چې وېرات کوهلي یو انسان دی هغه کوم ماشین نه دی چې تل دې وځلېږي او هره لوبه کې دې ښه کارګردګې ترسره کړې. نوموړي د کوهلي کلک ملاتړ کړی دی.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې