افغانستان کریکټ

د کرکټ نړیوالي شورا د دوو افغان ماشومانو انځورونه خپاره کړې

ICC یاد کرکټ نړیوالي شورا د دوو هغو افغان ماشومانو انځورونه خپاره کړې، چې د کرکټ په لوبه بوخت دي.

په لومړي انځور کې ښکاري، چې یو ماشوم توپ اچونه کوي او بل ماشوم ورسره په بغل ولاړ دي تر څو هغه د سټرایک ماشوم توپ ووهي او دې ورسره منډه ترسره کړي.

په دوهم انځور کې داسی ښکاري، چې هغه د لومړي انځور ماشوم ورته توپ اچونه کړې او دې یې په لوبولو بوخت دي

د کرکټ نړیوالي شورا پر خپل رسمي فیسبوک پاڼي دا انځورونه خپاره کړې، او ورسره یې لیکلي:

«د کرکیټ لوبې حیرانوونکي شاټونه د بامیان مجسمې مخته او د بندآمیر په ملي پارک کي»

دا انځورونه چې تر ډیره پوري د مینوالو د خوښی وړ ګرځېدلی، تر دې دمه پوري لومړي انځور ۲۱۰۰۰ کسانو خوښ کړې، ۴۰۴ کسانو ورباندي نظرونه ورکړي او ۳۰۲ کسانو بیا له نورو سره شریک کړې.

او دوهم انځور تر اوسه پوري ۱۲۰۰۰ کسانو خوښ کړې، ۵۶۵ کسانو ورباندي نظرونه ورکړې او ۳۵۶ کسانو بیا له نورو سره شریک کړې.

د کرکټ نړیواله شورا په دې ورستیو کې  دېته ورته د افغانستان ترڅنګ د نورو هیوادونو انځورونه هم خپاره کړي.

کرکټ لوبه اوس د افغانستان په هر ولایت کې ترسره کیږي او ډيري مینوال لري.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې