لیګونه

د سریلانکا کورنی لیګ د نومبر په ۲۱ نېټه پیلیږي

د سریلانکا کرکټ بورډ خبر ورکړ چې د لنکا پريمير لیګ به د راتلونکې نومبر میاشتې په ۲۱ نېټه په درې نړیوالو لوبغالو کې ترسره کړي.
د لنکا پريمیر لیګ نېټې څو ځلي بدلي شوي چې لامل یې د کرونا ویروس ښودل شوی.
بورډ په یو بیان کې ویلي،، د لوبغاړو د پيرلو وخت به د اکټوبر په لومړۍ نېټه پیل او د همدې میاشتې تر نهمې نېټې پورې په دوام وکړي.


د لنکا پرپمير لیګ رییس راوین ویکرامارټین ویلي، دا لیګ د اګسټ په ۲۸ نېټه پلان شوی و خو د کرونا ویروس له امله د نومبر ۲۱ ته وځنډول شو.


دا لیګ به په درې نړیوالو لوبغالو رنګيري ډمبولا، پایلیکیل، او سوریه وي وه مهندا راجاپیکس، نړیوال لوبغالو کې ترسره شي.
دې لیګ کې به د کورنیولوبغاړو ترڅنګ ګن شمير بهرني لوبغاړي هم ولیدل شي.
ولید ( خپلواک )

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې