لیګونه

د تیر کال اتلي لوبډلې ممبی حیدراباد ته ماتې ورکړه

د ۲۰۲۰م کال په ۱۳م پړاو اې پي ایل لیګ کې نن ماپښين سنرایزر حیداباد لوبډله د ممبی اینډینز لوبډلې پر وړاندي ولوبېده، چې ممبی لوبډلې د ۳۴ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

د ننۍ لوبې پچه د ممبی لوبډلې وکټله او لومړی یې د توپوهنی پریکړه وکړه، دې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلي لوبډلې ته د ۲۰۹ منډو هدف وټاکې.

د ممبی لپاره په ننۍ لوبه کې کویټن ډیکاک ۶۷ منډي، ایشانت کیشن ۳۱منډي او هارډيک پانډيا بیا ۲۸ منډي وکړې.

بلخوا د حیدراباد لوبډلې ته په توپ اچونه کې سندیف شرما او سیدارت کاهول دوه-دوه همدارنګه افغان توپ اچونکي راشد خان بیا یوه ویکټه ترلاسه کړه.

په دوهمه پاڼي کې حیدراباد لوبډلې ښه پیل ونکړ دې لوبډلې په ټولو شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۴ منډي وکړې او لوبه یې د ۳۴ منډو په توپیر ممبی لوبډلې ته وبایلل.

د حیدراباد لوبډلې ته ډيوډ وارنر ۶۰ منډي، منیش پانډي ۳۰ منډي او جوني برسټو تر نورو ډيري ۲۵ منډي وکړې خو ونه توانېده، چې خپله لوبډله بریا ته ورسوي.

بل لوري ته ټرینټ بولټ، جیمس پیټنسون او جسپریټ بومرا دوه-دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې بریا ته ورسول.

په دې بریا سره ممبی لوبډلې په روان ۲۰۲۰م کال کې دریېمه بریا او سنرایز حیدرباد لوبډلې دریېمه ماتې وخوړه.

اوس ممبی لوبډله د شپږو نمرو په درلودلو سره د جدول په سر کې او حیدراباد لوبډله د څلورو نمرو په درلودلو سره د جدول په شپږم ځای کې شتون لري.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې