دلوبغاړو په اړه

بین سټوکز د نیوزیلینډ څخه اماراتو ته ورسید

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ الراونډر بین سټوکز، نن له نیوزیلینډ څخه متحد عربي امارتو ته ورسید.
بین سټوکز د هندوستان په آی پي ایل لیګ کې د راجستان په ګټه لوبیدونکی لوبغاړی دی.
نوموړی به د ۷ ورځني قرنطین وروسته د راجستان رایلزلوبډلې سره یوځای شي.
راجستان کرکټ لوبډله د ځان سره په روان لیګ کې ترټولو غوره بهرني لوبغاړي لري چې ډېر پکې انګلستاني دي، د سټوکز څخه پرته دوی، جوز بټلر، ټام کرن، او جوپرا ارچر هم له ځانه سره لري.
بین سټوکز د نړۍ ټاپ ترینه الراونډر دی چې د خپلې لوبډلې لپاره په ټیسټ پنځوس اوریزه او شل اوریزه فارمټ کې لوبیږي. هغې خپله وروستۍ لوبه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړه او بیا له انګلستان څخه نیوزیلینډ ته ستون شو.


بین سټوګز د پخواني لوبغاړي او روزونکې ګیډ سټوکز زوی دی، د نوموړي پلار د نیوزیلینډ اوسیدونکی دی او د ریګبي ترټول نامتو او بهترینه لوبغاړی و.
ګیډ اوس دماغي سرطان لري ځکه خو بین سټوکز په لومړیو سیالیو کې د راجستان رایلز لپاره ونه لوبیده.
د کرکټ مبصرینو په وینا که چيرته بین سټوکز راجستان لوبډلې ته راستون شي نو د دوی د بالینګ او بیټنګ برخه به نوره هم پیاوړي شي.ولید ( خپلواک )

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې