دلوبغاړو په اړه

ایون مورګن انډریو رسل د نړۍ خطرناک توپ وهونکی وبللو

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبډلمشر ایون مورګن په آی پی ایل سیالیو کې په ۱۸ بالونو ۴۴ منډې د ډهلي پروړاندې ترلاسه کړي.
که څه هم چانس و چې د ډهلي د غر په څير ستر هدف کلکته نایټ رایډرز لوبډله پوره کړي خو دېنیش کارتیک او د لوبډلې مدیرت ځنې لوبغاړي په بي ځای وخت کې وکارول چې لامل یې د کلکتې د ماتې سبب شواو په ۱۸ منډو یې سیالي وبایلله.
ایون مورګن چې د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په ګټه لوبیږي د لوبې وروسته یي په خپلو خبرو کې د انډریو رسل ستاینه وکړه.

نوموړي وویل انډریو رسل حیرانونکی توپ وهونکی دی، او د غټ هدف په تعقیب کې ډېر ښه مخ ته ځي، نوموړي ته د ډهلي خلاف په څلورم پوزیشن چانس ورغی خو د جنوبي افریقایي رباډا خلاف د یوي څلوریزې او یوي شپږیزې وروسته په ۹ اور کې خپله ویکټ رباډا ته ورکړه،،
مورګن رسل یو خطرناک توپ وهونکی یاد کړ او د هدف په تعقیب کې ترټول لوړ وګڼه.
د آی پي ایل لیګ په لړ کې ۱۶ لوبه خورا جالبه وه، کلکتې ته په ۳۰ بالونو ۹۲ منډې پاتې وي چې مورګن او ټريپاټي شانداره ملګرتیا وکړه دوی په ګډه په ۹ توپونو په وروستیو وختونو ک۴۹ منډې ترلاسه کړي خو د لوبې په ۱۹ اور کې ایون مورګن خپله ویکټ اینریچ نورټيج وبایلله، د مورګن د اوټ کیدو وروسته کلکتې د ګټې تمه له لاسه ورکړه.
ولید ( خپلواک )

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې