لیګونه

وارنر به د کوم دلیل له مخې بیګ باش لیګ پرېږدي؟ مدېر یې څرګنده کړه

  د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې اوپنر یا پیلیز توپ وهوونکی ډوېډ وارنر به ښایې سږ کال د بیګ باش لیګ سیالۍ پرېږدي. د نوموړي د یاد لیګ پرېښودو لامل د هغه مدېر څرګند کړی دی. 

د وارنر مدېر جېمز اېرسکين ویلي دي چې: ((ما له وارنر سره خبرې نه دې کړې خو زه پوهېږم چې هغه به سږ کال د بي بي ایل یا بیګ باش ستر تجارتې لیګ پر ځای له خپلې کورنۍ سره زیات وخت تېر کړې.)) له دې وړاندې وارنر هم په خپلو خبرو کې دې ته اشاره کړې وه، چې نوموړی به سږ کال د کریکټ په اړه راتلونکې کې غور وکړې. 

د بیګ باش لیګ راتلونکی پړاوو ښایې د دسمبر میاشت څخه تر فبرورۍ میاشت پورې دوام وکړې. وارنر دا مهال په هند تجارتې لیګ کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې په ګټه لوبېږي. 

د یادونې وړ ده چې نوموړی د یادې لوبډلې لوبډلمشر هم دی. چې د خپلې لوبډلمشرۍ پر مهال یې تېره شپه د ۷ منډو په توپېر بریا ته لار وموندله.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې