افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د کرکټ بورډ مشرتابه د نجیب ترکي د غوره درملني لپاره ننګرهار ته تللي

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان لوبغاړي نجیب الله ترکی تیره ورځ په یوه ترافیکي پیښه کې ډیر سخت ټپي شو، چې تر اوسه پوري په ننګرهار ویلایت کې په یو روغتون کې بستر دي.

د نجیب تره کي د لا ډېرې او غوره درملنې په موخه له پلازمېنې کابل څخه ننګرهار ولایت ته د روغتیا وزارت د ځانګړې پاملرنې واحد (ICU) روغتیايي ډله لېږل شوې، ترڅو د نوموړي لوبغاړي ځانګړې درملنه وکړي.

دا چې د ډاکټرانو له سپارښتنې سره سم اوسمهال نجیب تره کی بل ځای ته د لېږد جوګه نه دی نو یاد واحد به یې تر هغې جدي درملنه وکړي، ترڅو پلازمېنې کابل او یا له هېواده بهر ته د لېږد جوګه شي.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې مشرتابه د نجیب تره کي د غوره درملنې له وضعیت د څارنې په موخه ننګرهار ته تللی چې د ډاکټرانو له لارښونې سره سم به د تره کي د غوره روغتیا لپاره هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.

د دې ترڅنګ نن سهار د افغانستان کرکټ بورډ کارکوونکو او یو شمېر لوبغاړو د نوموړي د بشپړې روغتیا لپاره دعا وکړه، ترڅو خدای تعالی تره‌‌کی ته بشپړه او عاجله روغتیا ورپه برخه کړي.

افغان کرکټ بورډ له خپلو ټولو درنو هېوادوالو هم هیله کړې چې د نجیب تره کي د کاملې روغتیا لپاره دعاء وکړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې