لیګونه

د راشد ښې توپ اچونی حیدراباد لوبډلې ته دوهمه بریا ورپه برخه کړه

په هند غوره لیګ سیالیو کې تیره شپه چینای سوپر کنګز لوبډله د حیدراباد پر وړاندي د میدان ډګر ته کښته شوه، چې حیدر اباد لوبډلې د ۷ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

په یاده لوبه کې د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې او په هند غوره لیګ سیالیو کې د حیدراباد لوبډلې پیاوړی سلو توپ اچونکی راشد خان ډیره پزړه پوري توپ اچونه ترسره کړه او لوبډله یې بریا ته ورسول.

په پرونۍ لوبه کې لومړی توپوهنه حیدراباد لوبډلې وکړه، چې په ټاکلو شلو آورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۴ منډې وکړې او چینای ته یې د ۱۶۵ منډو هدف وټاکی.

حیدراباد ته پریام ګرګ ۵۱، ابیشک شرما ۳۱، منیش پانډې ۲۹ او ډیویډ وارنر بیا ۲۸ منډې جوړې کړې.

د چینای لپاره ډیپک چاهار دوې، خو شردیل ټاګور او پوش چاوله بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

کله چې چینای لوبډله د هدف پوره کولو لپاره د میدان ډګر ته کښته نو په ټاکلو شلو آورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۷ منډې جوړې کړې او په اوو منډو یې ماته ومنله.

د چینای لپاره جدیجا ۵۰، ډوهني ۴۷ ناسوځېدلې او ډوپلیسیس بیا ۲۲ منډې جوړې کړې.

د حیدراباد ته نتراجان دوې، خو بنوېشور کمار او عبدالصمد بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

که څه هم راشدخان ارمان په پرونۍ لوبه کې کومه ویکټه وانه خیستله، خو په څلورو آورونو کې یې یوازې ۱۲ منډې ورکړې.

د یادې لوبې غوره لوبغاړي پریام ګرګ وټاکل شو، چې د حیدراباد لوبډلې لپاره یې په ۲۶ توپونو باندي ۵۱ منډي وکړې.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې