نړیوال کریکټ

اسټرالیا په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې نیوزرلینډ ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اسټرالیا او نیوزرلینډ ښځینه کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د دریېو ورځنیو لوبو د لړۍ څخه یې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه اسټرالیا ښځینه لوبډلې په اوو ویکټو وګټل.

په یاده لوبه کې اسټرالیا لوبډلې پچه وګټل او لومړی یې د توپ اچونی پریکړه وکړه.

نیوزرلینډ ښځينه کرکټ ملې لوبډلې په ۴۹،۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۰ منډي وکړې او اسټرالیا ښځينه لوبډلې ته یې د ۱۸۱ منډو هدف وټاکی.

د یادې لوبډلې لپاره مډي ګرین ۳۵ منډي او کټي فیرکنس تر نورو ډيري ۳۲ منډي کړې.

په توپ اچونه کې د اسټرالیا ښځینه لوبډلې ته ګیرګویا واریهام، سوفهي مولینکس او جیس جانسون دوه-دوه لوبغاړي وسځول.

د دوهمې پاڼي په پیل سره اسټرالیا ډیر ښه پیل وکړ دې لوبډلې په ۳۳،۴ اورونو کې د دریېو لوبغاړو په سوځېدوی سره د نیوزرلینډ لوبډلې د ۱۸۱ منډو هدف پوره کړه او په دې سره یې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې نیوزرلینډ ښځينه لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د اسټرالیا لوبډلې لپاره میګ لیننګ تر ټولو ډیري ۶۲ ناسوځېدولي منډي وکړې او لوبډله یې بریا ته ورسول.

ټاکل شوې د دې دوو لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورخنۍ لوبه د همدې میاشتې په ۵مه نیټه او دریېمه یو ورځنۍ لوبه بیا په اوومه نیټه ترسره شی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې