لیګونه

IPL: لوبډلمشر روهت شرما ممبی لوبډلې ته دویېم بریا ورپه برخه کړه

د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې تیر ماښام ممبی انډینز لوبډله د کنګز الیون پنجاب لوبډلې پر وړاندي د میدان ډګر ته کښته شوه، چې ممبی لوبډلې د ۴۸ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

په یاده لوبه کې پچه د ګنکز الیون پنجاب لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپ اچونی پریکړه وکړه.

ممبی لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۱ منډي وکړې او د پنجاب لوبډلې ته یې د ۱۹۲ منډو هدف په مخ کې کښیښود.

په پرونۍ لوبه کې د ممبی لوبډلې لپاره لوبډلمشر روهت شرما په ۴۵ توپونو ۷۰ منډي، کیرن پولارډ په ۳۰ توپونو ۴۷ منډي او هارډيک پانډيا په ۱۱ توپونو تیزي ۳۰ منډي وکړې.

په توپ اچونه کې شیلډون کټریل، محمد شامی، کریشنفا ګواتم هر یوه یو-یو لوبغاړي د پنجاب په ګټه سوځول.

په دوهمه پاڼي کې پنجاب لوبډله د توپوهنی لپاره میدان ته کښته شوه، تر څو هدف پوره کړې، خو یادې لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۳ منډي وکړې او لوبه یې د ۴۸ منډو په توپیر ممبی لوبډلې ته وبایلل.

په توپوهنه کې د یادې لوبډلې لپاره نیکولاس پوران ۴۰ منډي، میاناک اګروال تر نورو ډیري ۲۵ منډي وکړې.

بل لوري ته ممبی لوبډلې توپ اچونکو ښه توپ اچونه ترسره کړه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسول.

جسپریټ بومرار، راهول چاهار او جامیس پیټنسون دریېو واړو لوبغاړو په خپل وار سره د ممبی لوبډلې په ګټه دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

د پرونۍ لوبې غوره لوبغاړی کیرن پولارډ وټاکل شو، چې د یادې لوبډلې لپاره یې په ۲۰ توپونو تیزی ۴۷ منډي وکړې او پر مټ یې د پنجاب لوبډلې ته د ۱۹۲ منډو هدف وټاکې.

ټاکل شوې نن شپه د محمد نبي او راشد لوبډله سنرایزر حیدراباد د چینای سوپر کنګز لوبډلې پر وړاندي ۶ نیمي بجی د میدان ډګر ته کښته شي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې