دلوبغاړو په اړه

چينای سوپرکینګز لوبډلې د سوریش رینا او هربجن سینګ سره خپل درې کلن تړون لغوه اعلان کړ

د هندوستان په آی پي ایل سیالیو کې د چینای سوپر کینګز لوبډلې مشرانو د سوریش رینا او هربجن سینګ سره کړي درې کلن تړونونه لغوه اعلان کړل.چينای لوبډلې د سوریش او سینګ سره په ۲۰۱۸ م کال کې درې کاله د لوبیدو تړون لاسلیک کړی و چې نن یې رسماً د دوی قراردادونه لغوه کړل.د ورکړل شوو معلوماتو پر اساس دا پرېکړه وروسته له هغې کیږي چې څو ورځي مخکې یادې لوبډلې د رینا او سینګ نومونه له ډيټابیس لیست څخه پاک کړل.دواړه لوبغاړي د چينای لپاره مهم او کلیدي لوبغاړي و،سوریش رینا د شخصي مسایلو له وجې د ۲۰۲۰ م کال دیارلسم پړاو هندي آی پي ایل لیګ سره مخاښه وکړه.
او له هغه راوروسته بل هندي سوکه توپ اچونکی هربجن سینګ هم اعلان وکړ چې داځل د هندوستان په تجارتي آی پي ایل سیالیو کې د چينای په ګټه نه لوبيږي.دچينایي سوپرکینګز لوبډلې څه موده وړاندې سوریش رینا، د وټساپ ګروپ څخه هم ګوښه کړ، اوس یې د ډیټابیس څخه هم د نوموړي نوم ډلیټ کړ.یاده دې وي چې چینای سوپر کینګز لوبډله د دې لوبغاړو په نشتون کې له پوره ستونزو سره لاس او ګریوان ده.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې