دلوبغاړو په اړهلیګونه

روهت شرما په اې پی ایل سیالو کې ۵۰۰۰ منډي پوره کړې

د هندستان کرکټ ملې لوبډلې مرستیال لوبډلمشر روهت شرما په IPL سیالیو کې دریېم هندې لوبغاړو سو، چې ۵۰۰۰ منډي پوره کوي.

یاد لوبغاړي دا پنځه زره منډي په تیره لوبه کې، چې د کنګز الیون پنحاب لوبډلې پروړاندي یې ترسره کړه پوره کړلې.

روهت شرما تیر ماښام د پنجاب لوبډلې پر وړاندي ۷۰ منډي وکړې له ویرات کوهلی او سوریش رانا وروسته دریېم لوبغاړو سو، چې په دې لیګ کې پنځه زره منډي پوره کوي.

په IPL سیالیو کې تر ټولو مخکې سوریش رانا ۵۰۰۰ منډي پوره کړي وي، چې له هغه ورسته دې ریکارډ ته ویرات کوهلي ځان ورسوي.

اوس په هند غوره لیګ سیالیو کې د پنځو زرو منډو د جوړولو په لیست کې ویرات کوهلی د ۵۴۳۰ منډو په کولو سره په لومړی، سوریش رانا د ۵۳۶۸ منډو په کولو سره دوهم او روهت شرما د ۵۰۶۸ منډو په کولو سره په دریېم ځای کې شتون لري.

 ویرات کوهلی دې ریکارډ ته په ۱۸۰ لوبو کې ځان رسولی، چې په دې کې ۵ سلیزي او ۳۶ پنځوسیزي شاملي دي.

د دې ترڅنګ سوریش رانا بیا دې ریکارډ ته په ۱۹۳ لوبو کې ځان رسولي، چې پکښي یوه سلیزه او ۳۸ پنځوسیزي شاملي دي.

او د ممبی لوبډلې لوبډلمشرروهت شرما دې ستر ریکارډ ته په ۱۹۲ لوبو کې ځان ورسوي، چې تر دې دمه پوري یې یوه سلیزه او ۳۸ پنځوسیزي وهلي دي.

ویرات کوهلی، روهت شرما او سوریش رانا هغه درې هندي لوبغاړي دي، چې په هندوستان غوره لیګ سیالیو کې یې پنځه زره منډي تر سره کړي دي.

تراوسه په دې لیګ کې بل داسی لوبغاړی ندي توانېدلي، چې ۵۰۰۰ منډي ترسره کړي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې