افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

د نجېب ترکي د سر عملیات په بریالیتوب ترسره شول|کرېکنفو

  د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي توپ وهوونکي نجېب ترکي نن یوه ترافیکې پیښه ترسره کړه، چې له امله یې نوموړي ته سخت زیان اوښتی دی. او په روغتون کې دی. یاده پیښه ماښام مهال ترسره شوه. 

یوې سرچینې افغان کرېکنفو ورزشي وېبپاڼې ته وویل، چې د نجېب ترکي د سر عملیات ترسره شول او روغتیایي حالت یې ښه دی. خو سرچینې د ډاکټرانو له قوله وایي، چې لا یې هم حالت په بشپړ ډول سره ښه نه دی او په عملیات خونه کې بستر دی. چې د هېوادوالو دوعا ته اړتیا لري. 

د افغان کرېکنفو د مالوماتو له مخې چې د نوموړي حالت په پیل کې خورا خراب وه او ډاکټرانو ویلي چې نوموړی ۹۵ سلنه له منځه تللی دی. خو له عملیاتو وروسته یې حالت لږ ښه شو. خو لا هم په کومه حالت کې دی. 

هغه په شفاء اعظیم نومي روغتیایې روغتون کې بستر دی. نوموړی د افغان کریکټ ملي لوبډلې یو افسانوې لوبغاړی دی او وخت نا وخت په ملي لوبډله کې را څرګندېږي. ویل کېږي د هغه عملیات په بریالیتوب سره پایته رسیدلې دي. 

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د افغان کریکټ ملي لوبډلې بل افسانوې لوبغاړي افسر ځاځي هم څو میاشتې وړاندې ترافیکې پیښه ترسره کړې وه، چې په پایله کې بیرته ژر روغ شو او ټپونه یې ژر ورغېدل.  

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې