نړیوال کریکټ

اسټرالیاوی ډوېډ هېمپ د پاکستان ښځینه کریکټ ملي لوبډلو روزونکی وټاکل شو

اسټرالیاوی ډوېډ هېمپ د پاکستان ښځینه کریکټ ملي لوبډلو روزونکی وټاکل شو. له دې وړاندې نیوزیلینډی مارک کولز د پاکستان ښځینه لوبډلې روزونکی وه، خو د کورنیو دلایلو له امله یې دا دنده پرېښوده. 

چې اوس یې پر ځای ډوېډ هېمپ د پاکستان ښځینه لوبډلې روزونکی وټاکل شو. پاکستان کریکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د هېمپ ګمارنه پر داسې مهال وشوه، چې د هغه په ټاکل کېدو کې یې پوره غور وکړ او له ډېر غور وروسته یې نوموړی د ښځینه لوبډلې روزونکی وټاکلو. 

له نوموړي سربیره ډیری نور بهرني کسان هم دغې دندې ته نوماندان وه. هېمپ له دې وړاندې په ۲۰۱۵ م کال کې د اسټرالیا په ښځینه بیګ باش لیګ کې میلبورن سټارز او همدغه راز یې ویکټورین ښځینه لوبډلې روزونکي پاتې شوی وه. نوموړی له دې سربیره د برمودا او ګلیمورګین پخوانۍ کیپتان هم پاتې شوی دی. چې د ګلیمورګین، آزاد ریاست او وارویشائر لپاره یې ۲۷۱ فرسټ کلاس میچونه لوبولي دي، چې تر دې دمه پورې یې ۱۵۰۰۰ ډیرې منډې کړي دي. 

وروسته له دې چې هېمپ د پاکستان ښځینه لوبډلې روزونکی شو، نو تمه کیږي چې د پاکستان ښځینه ټیم درجه بندي به وده ومومي. هغه د نیوزیلنډ له مارک کولز وروسته دوهم بهرنی دی چې د پاکستان د ښځینه ټیم د رییس روزونکي په توګه ټاکل کیږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې