افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

ځوان تیز توپ اچونکی سید شیرزاد ۲۶ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان تیز توپ اچونکی سید شیرزاد نن د اکټوبر میاشتې په لومړۍ نیټه ۲۶ کلن شو.

سید شیرزاد له نن څخه ۲۶ کال مخکې په ۱۹۹۴م کال کې په افغانستان کې زېږیدلی.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپل رسمې فیسبوک پاڼي سید شیرزاد ته د زوکړي ۲۶مه کلیزي مبارکي ویلي.

یاد لوبغاړی تر دې دمه پوري دوې یوورځنۍ، ۲۵ شل اوریزه، ۱۵ فرسټ کلاس او ۱۵ یې بیا لیسټ اې لوبې ترسره کړې دي.

سید شیرزاد په دوو یوورځنیو لوبو کې یوه ویکټه اخیستې ده، چې په یوه لوبه کې یې همدا یوه ویکټه تر ټولو ښه توپ اچونه ده.

د دې ترڅنګ یې په ۲۵ شل اوریزه لوبو کې ۳۱ ویکټي اخیستي دي، چې په یوه لوبه کې یې ښه توپ اچونه د ۱۹ منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځول دي.

شیرزدا په کور دننه ۱۵ فرسټ کلاس لوبو کې ۴۹ ویکټي اخیستي دې، په یوه لوبه کې یې د ۴۵ منډو په ورکولو سره د ۶ لوبغاړو سوځول غوره توپ اچونه ده.

او په ۱۵ لیسټ اې لوبو کې یې ۲۰ ویکټي اخیستي دي، چې په یوه سیالې کې یې ښه توپ اچونه ده ۵۶ منډو په بدل کې د درېیو لوبغاړو سوځول دي.

سید شیرزاد د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ترڅنګ په افغان ۱۹کلني کرکټ ملې لوبډلې کې هم لوبېدلي.

یاد لوبغاړي لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د افغانستان لپاره په د۲۰۱۹م کال کې د ایرلینډ پر وړاندي ترسره کړه او لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه یې بیا په ۲۰۱۵م کال کې د عمان پر وړاندي ترسره کړه.

شیرزاد تر اوسه پوري کومه نړیواله ټیسټ لوبه نده ترسره کړې.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې