نړیوال کریکټ

وېسټ انډېز ښځینه لوبډله د انګلیستان ښځینه لوبډلې پر وړاندې کلېن سویپ شوه

د وېسټ انډېز ښځینه کریکټ ملي لوبډلې او انګلیستان ښځینه کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اورېزو لوبو لړۍ نن د انګلیستان ښځینه کریکټ ملي لوبډلې په بریا سره پایته ورسیدې او وېسټ انډېز ښځینه لوبډله یې په شل اورېزو لوبو لړيو کې کلېن سويپ کړه. 

د دواړو ښځینه کریکټ لوبډلو ترمنځ د شل اورېزو لوبو لړۍ د سېپټمبر په ۲۱ مه نېټه پیل شوې وې. چې نن د اکتوبر په لومړۍ نېټه د انګلیستان ښځینه کریکټ ملي لوبډلې په بریا سره پایته ورسیدې. وېسټ انډيز ښځینه لوبډلې په پرله پسې ډول له انګلیستان ښځینه لوبډلې څخه په شل اورېز کریکټ کې ماتې وخوړې. چې په همدې اساس کلېن سويپ شوه. 

په پنځمه لوبه کې انګلیستان ښځینه لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د بالېنګ انتخاب وکړ، خو یاده سیالۍ د باران له امله پنځه اورنه وه. چې وېسټ انډېز ښځینه لوبډلې په ۵ اورنو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۴۱ منډې وکړې او انګلیستانۍ لوبډلې ته یې د ۴۲ منډو هدف وټاکلو. 

چې په ځواب کې انګلیستانۍ لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۴.۳ اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې د درې ویکېټو په شتون کې وګټله.   

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې