دلوبغاړو په اړهلیګونه

رابېن اوتپا په ناڅاپي ډول آی پي ایل سیالیو کې پر بال باندې لعاب وکارول

  دا چې د کریکټ نړیوالې شورا له لوري د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله په کریکټ کې یو لړ محددیتونه لګول شوي دي، او لوبغاړي هم مجبور دي چې د یاد نړیوال بورډ له لوري باید دا محددیتونه پلي کړې. خو ځینې داسې مثالونه شته دی چې لوبغاړو د آی سي سي د محددیتونو پر خلاف ترسره کړې دي. 

تازه په هند غوره لیګ سیالیو کې د کلکتې ناېټ راېډرز او راجستان روېالز لوبډلو ترمنځ د سیالۍ پعه جریان کې رابېن اوتپا پر بال یا توپ باندې په ناپي ډول لعاب وکاروه. په داسې حال کې چې د کریکټ نړیوالې شورا پر بال باندې لعاب کارول بند کړې دي. 

اوتپا د راجستان روېالز لوبډلې په ګټه لوبېږي، او ښایې نوموړی د دې کار له امله جریمه شي. دا پیښه په درېم اور کې ترسره شوه، رابېن اوتپا په تېر پړاوو کې هم ښه کارګردکې ترسره کړې وه. 

اوتپا تر دې مهاله پورې په هند سوداګرېز لیګ کې په مجموعي ډول ۱۱۷ سیالۍ ترسره کړې دي. چې په دې سیالیو کې یې ښه کارګردګۍ هم ترسره کړې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې