افغانستان کریکټولایتي سیالۍ

د غازي امان الله خان جام سیالیو لپاره پنځه لوبډلمشران غوره شول

د زونونو په کچه د غازي امان الله خان جام سیالیو کې پنځه لوبډلې ونډه لري، چې مشري یې دا لوبډلمشران پر غاړه لري.

نجیب الله ځدران، رحمان الله ګربز، جاوید احمدي، هشمت الله شاهدي او فرید ملک پنځه هغه لوبغاړي دي، چې په غازي امان الله خان جام سیالیو کې لوبډلې رهبري کوي.

نجیب د بُست لوبډلې لوبډلمشر، رحمان الله ګربز د میس عینک لوبډلې لوبډلمشر، جاوید احمدي د آمو لوبډلې لوبډلمشر همدارنګه هشمت الله شاهدي د بند امیر لوبډلې لوبډلمشر او فرید ملک بیا د سپین غر لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوې.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګه په پام کې لري چې راتلونکي اکټوبر میاشت په کندهار ولایت کې د زونونو په کچه د غازي امان الله خان لېسټ اې یا یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي چې د اکټوبر میاشتې په ۱۰مه به پیل او د همدې میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې دوام ومومي.

باید وویل شي چې د زونونو په کچه د غازي امان الله خان یو ورځنۍ سیالۍ له شپږیزې کرکټ لیګ وروسته هغه سترې سیالۍ دي چې د ملي لوبډلې د لوبغاړو په ګډون پکې د بېلابېلو کټګوریو تکړه او ځلېدلي لوبغاړي لوبېږي.

د کورني کرکټ د مسوول احسان الله عبید په وینا، دا ځل مو په پام کې نیولې چې د غازي امان الله خان جام سیالۍ د کندهار ه کرکټ لوبغالي کې ترسره شي چې د یادو لوبو د ترسره کېدو  لپاره مو بشپړ چمتووالی نیولی دی.

د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو لومړی پړاو په ۲۰۱۷م کال کې پیل شوی چې سږ کال به یې د راتلونکې اکټوبر میاشتې له ۱۰مې تر ۲۳مې نېټې پورې څلورم پړاو ترسره شي.

د یادو سیالیو د لومړي پړاو اتلولي سپین غر لوبډلې، د دویم پړاو اتلولي د بست لوبډلې او د دریم پړاو (تېر کال) اتلولي بیا د مس عینک لوبډلې په خپل نوم کړې وه.

څه فکر کوی چې سږ کال به د دغو سیالیو اتلولي کومه لوبډله په خپل نوم کړي او ستاسو د خوښې وړ لوبډلمشر څوک دی؟

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې