افغانستان کریکټولایتي سیالۍ

حیات میوند اتلانو لوبډلې د بُست غوره لیګ اتلولي خپله کړه

دخپلواک موبایل بُست غوره لېګ دلومړي پړاو لوبو اتلولي دحیات میوند اتلانو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدل.

یاد لیګ چې د تیري نومبر میاشتې په ۲۱مه نيته پیل شوې وو تر لسو ورځو دوام وروسته پرون د میوند اتلانو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدي.

په دې لیګ کې پنځو لوبډلو برخه اخیستې وه، چې له منځ څخه یي دوو لوبډلو نعمت الله قلعه اختیاردین او حیات میوند اتلانو پایلوبې ته لاره پیدا کړی وه،چي بلااخره دحیات میوند اتلانو وکولای سول یاده اتلولي خپله کړل.

په دې لیګ کې د یاد زون څخه پنځو لوبډلو برخه اخیستې وه، چې یو د بل پروړاندي یې لوبې ترسره کړې.

حیات میوند اتلان، یاسین خان هلمند بست ساتوونکي،الفرهاد ابراشیم کاروان، نعمت الله قلعه اختیار الدین ستوري او ناصر افغان بالا حصار زلمیان هغه لوبډلې دي، چې په دې لیګ کې  یې برخه اخیستې وه.

په پرنیو مراسیمو کي دکندهار والي حیات الله حیات،دبُست زون امر احمد ضیاء ضیاء،ورزشي امر فیض محمد فیضي او ملي تجار حاجي احمد الله هم ګډون کړی وو.

دبُست غوره لېګ چي په لومړي ځل په کندهار کي ترسره سو دیاد زون دامر احمد ضیاء ضیاء، دهلمند دکرکټ روزنکي عبدالرحمن ناصري،دکندهار دکرکټ مسؤل جاوید احمد کاکړ او دملي لوبډلې لوبغاړي منیر احمد کاکړ په نوښت ترسره سوو.

د بُست غوره لېګ ترټولو غوره توپ وهونکی منیر کاکړ او غوره توپ اچونکی بیا عبدالله افغان وټاکل سو.

دمراسیمو په پای کي دلیګ ټول مرسته کونکي دمسؤلینو لخوا وستایل سول.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې