لیګونه

آی پي ایل: کلکتې ناېټ راېډرز د ۳۷ منډو په توپېر سیالۍ وګټله

  د هند غوره لیګ سیالیو پر دوام وړم ماښام کلکته ناېټ راېډرز لوبډله له راجستان روېالز لوبډلې سره مخامخ شوه. چې په پایله کې کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې د ۳۷ منډو په توپېر سره سیالۍ وګټله. 

راجستان روېالز لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د باولېنګ پرېکړه وکړه، چې کلکتې لوبډلې په ټاکلو شل اورنو کې د ۶ لوبغاړو په زیان ۱۷۴ منډې جوړې کړې. چې له منځه یې شوبمن ګېل سترې ۴۷ او ایون مورګن ۳۴ ناسوځیدلې منډې وکړې. 

د راجستان روېالز لوبډلې له لوري توپ اچونه کې جوفرا ارچر دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل. په ځوابي پاڼۍ کې راجستان روېالز لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ټاکلو شل اورنو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۷ منډې وکړې. چې سیالۍ کلکتې لوبډلې ته د ۳۷ منډو په توپېر وبایلله. 

د راجستان روېالز لوبډلې له لوري توپ وهنه کې جاس بټلر ۲۱، راهول ټیټا ۱۴ او ټام کرون ۵۴ ناسوځيدلې منډې جوړې کړې. د کلکتې لوبډلې له لوري توپ اچونه کې بیا چکراوتي، کملېش ناګرکوټي او شېوام ماوي هر یوه دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې