لیګونه

راشد خان د تیرې شپې مین اوف د مېچ جاېزه خپلو مړو مور او پلار ته ډالۍ کړه

د افغان کریکټ ملي لوبډلې نوموتی لوبغاړی راشد خان ارمان چې د نړۍ په سترو تجارتې لیګونو کې یو لوبیدونکی لوبغاړی دی په کم عمر کې یې د سترو جایزو او ریکارډونو ویاړ ترلاسه کړی دی. او لا هم په دې ډګر کې ځلېږي او خپله وړتیا نړۍ ته څرګنده وې.

نوموړی اوس مهال په هند ستر سوداګرېز لیګ کې بوخت دی هغه په یاد لیګ کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې په ګټه لوبېږي. چې تر دې دمه پورې یې ښه کارګردګې ترسره کړې ده. خان وړمه شپه د ډهلي کپټلز لوبډلې پر خلاف په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، او په هند سوداګرېز لیګ ۱۳ م پړاو سیالیو کې یې حېدراباد لوبډلې ته لومړۍ بریا ور په برخه کړه.

هغه د ډهلي کپټلز لوبډلې پر وړاندې د څلورو اورنو په ترسره کېدو سره ۱۴ منډې ورکړې او ۳ مهم لوبغاړي یې وسوځول. چې د لوبې له پایته رسېدو وروسته راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. نوموړي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې د اخیستو پر مهال وویل:

((تېر یو نیم کال زما لپاره خورا ستونزمن وه، لومړی مې خپل پلار او بیا څو میاشتې وروسته ورپسې مې خپله مور له لاسه ورکړه، هغه زما لویه مینه واله وه دا جاېزه دوی دواړو ته ډالۍ کوم هر کله به چې زه د لوبې غوره لوبغاړی شوم نو هغې به راسره ټوله شپه خبرې کولې.))

خان زیاته کړه: ((زه فشار نه اخلم او ما خپل بالېنک ترسره کړ. زه ارامه لوبه کوم لوبډلمشر (وارنر) تل پر ما تکیه کوي او ماته یې د توپ اچونې فرصت راکړ او راته یې وویل چې خپله پوهېږي، څه باید ترسره کړې.))

هېره دې نه وې چې څه موده وړاندې د راشد خان ارمان مور د ورپیښې ناروغۍ له کبله مړه شوې وه، چې بیا یې جنازه په شینوارو ولسوالۍ کې ترسره شوه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې