لیګونه

د راشد خان بهترینې توپ اچونې په روانو آی پي ایل لوبو کې حېدراباد لوبډلې ته لومړۍ بریا ور په برخه کړه

د هند ستر سوداګرېز لیګ سیالیو پر دوام تېر ماښام په ۱۱ مه لوبه کې سنراېزر حېدراباد لوبډله له ډهلي کپټلز لوبډلې سره مخامخ شوه، چې په پایله کې سنراېزر حېدراباد د آی سالیو په دیارلسم پړاوو کې لومړۍ بریا د راشد د غوره توپ اچونې پر بنسټ ترلاسه کړه. 

د لوبې په پیل کې ډهلي کپټلز پچه وګټله او لومړی یې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، سنراېزر حېدراباد لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې پر مټ ټاکل شوو شل اورنو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې وکړې، او د ډهلي لوبډلې لپاره یې د ۱۶۳ منډو هدف وټاکلو. 

د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې جوني بریسټو ۵۳، لوبډلمشر ډوېډ وارنر ۴۵ او کېن ویلیمسن بیا ۴۱ زیاتې منډې وکړې، چې په ستر هدف ټاکلو کې یې کلیدي رول ولوبولو. 

د ډهلي کپټلز له لوري توپ اچونه کې مېشرا او رباډا هر یوه دوه ـ دوه ویکيټې واخیستې. په ځوابي پاڼۍ کې ډهلي کپټلز لوبډلې د ۲۰ اورنو پر بنسټ د ۷ لوبغاړو په زیان یواځې ۱۴۷ منډې وکړې. او سیالۍ یې د ۱۵ منډو په توپېر سره وبایلله. 

د ډهلي کپټلز له لوري توپ وهنه کې شیکر دهوان ۳۴ او رشاب پېنټ ۲۸ منډې جوړې کړې. د حېدراباد لوبډلې له لوري توپ اچونه کې بیا  راشد خان غوره توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي په ۴ اورونو کې ۱۴ منډې ورکړې او ۳ کلیدي لوبغاړي یې وسوځول. همدغه راز بنوېش کمار ۲، خلیل احمد او ناتاراجان ۱-۱ ویکېټه ترلاسه کړه. 

ټاکل شوې ده، چې نن به پدې سیالیو کې د راجستان روېالز او کلکته ناېټ راېډرز لوبډلو ترمنځ ۱۲ مه سیالۍ ترسره شي.  

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې