نړیوال کریکټ

نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډله به په ۲۰۲۰ م کال کې د کومو لوبډلو کوربتوب وکړې؟

دا چې نړیوال کریکټ د کرونا له امله ځنډول شوی وه، نو لوبغاړي او نور اړونده چارواکي په کورونو کې قرنطین ول. چې اوس یو ځل بیا له اوږده ځنډ وروسته کریکټ د تړلو دروزاو ترشا پیل شوی دی او د کرونا پر وړاندې ټول احتطاطي تدابېر په پام کې نیول شوې دي. 

د کریکټ بیا پیلیدو بنسټ ډبره انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې کېښوده او د وېسټ انډېز په څېر د سترو ـ سترو لوبډلو کوربتوب یې وکړ، همدغه شان له هغې وروسته وېسټ انډېز تجارتې لیګ (کرابېن پريمیر لیګ) د افغانستان سترې کورنۍ سیالۍ (شپږېزه کریکټ لیګ) سیالۍ هم ترسره شوې. او همدغه شان اوس د نړۍ ستر لیګ (آی پي ایل) هم پیل شوی دی. چې تر دې دمه ۱۰ لوبې ترسره شوې دي، او نن ماښام د افغانستان پر وخت به یې ۱۱ مه لوبه شپږ نیمې بجې د سنراېزر حېدراباد او چینای سوپر کېنګز لوبډلو ترمنځ ترسره شې.

خو نیوزیلینډ کریکټ لوبډله د کومو لوبډلو کوربتوب کوي؟ 

په پام کې ده، چې نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډله د وېسټ انډېز ، پاکستان ، آسټرالیا او بنګله دېش کریکټ لوبډلو کوربتوب وکړې. نیوزیلینډ کریکټ بورډ د تیرې سه شنبې په ورځ د کور سیشن یا هوم سیشن مهالوېش اعلان کړ، چې په کې به د پورته لوبډلو کوربتوب وکړې. 

چې د دوی د کوربتوب پیل به د وېسټ انډېز لوبډلې سره د  درې شل اورېزو او دوه ټېسټ لوبو لړۍ باندې پیل شې. لومړۍ شل اورېزه لوبه به د نومبر میاشتې په ۲۷ مه نېټه پیل شې. 

چې له دې سیرېز پایته رسېدو وروسته به نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډله له پاکستان ملي لوبډلې سره بیا وروسته اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې سره او ورپسې به بیا بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې سره سیرېز ترسره کړې. 

د دغو سیالیو پر ترسره کېدو د نیوزیلینډ کریکټ بورډ رئیس وایټ خوښې څرګنده کړې ده، او له نیوزیلینډ حکومت څخه یې مننه کړې ده، چې دوی ته یې اجازه ورکړه ترڅو د دغو لوبډلو کوربتوب پر غاړه واخلي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې