دلوبغاړو په اړهلیګونه

د نیکولاس پوران ډګر ساتنې نړیوال حېران کړې دي

پرون چې د هند سوداکرېز لیګ ۹ مه لوبه د کېنګز الېون پنجاب او راجستان روېالز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، دا لوبه له خورا حیرانوونکو او ګڼو ریکارډونو سره مل وه. یاده لوبه کې د آی پي ایل په تاریخ کې تر ټولو ستر هدف د راجستان روېالز لوبډلې له لوري بشپړ شو. 

همدغه راز د وېسټ انډیزې نیکولاس پوران له لوري په دې سیالۍ کې عجیبه ډګر ساتنه هم ترسره شوه، چې د نړۍ په سطحه د کریکټ مینه وال او څارونکي یې حیران کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې پوران د په بونډرۍ یا پوله کې ولاړ وه او د راجستان روېالز لوبډلې توپ وهوونکي له لوري شاټ د بونډرۍ یا پولې پر لوري ووهل شو، چې په ځواب کې وېسټ انډيزې پوران توپ له پولې څخه بچ کړ او بیرته یې میدان ته راګوزار کړ. 

او په دې توګه یې له شپږو منډو څخه دفاع وکړه، که څه هم نوموړي له شپږو منډو څخه دفاع وکړه خو بیا هم له دې سره سره پنجاب لوبډلې ماتې وخوړه. که چیرې د پوران ترڅنګ کوم بل ډګر ساتوونکی موجود وه نو ښایې چې یاد توپ یې کېچ کړی هم وای او دا به د آی پي ایل سیالیو سږ کال غوره کېچ ګڼل کېده. 

په ورته مهال د هند سوداګرېز لیګ رسمي ټوېټر پاڼې باندې د نوموړي د ډګر ساتنې ستاینه شوې ده. او لیکلې یې دي، دا د کریکټ په تاریخ کې یوه غوره ډګر ساتنه ده او د دې ډګر ساتني تکرار به بیا هېڅکله ونه شي. پنجاب لوبډلې بیا ټوېټر باندې لیکلې دي، په شل اورېزه یا ټي ټونټي سیالیو کې تر ټولو جالیبه صحنه وه، چې ومو لیدله. 

وېسټ انډېز کریکټ بورډ بیا لیکلې دي، ایا دا د کریکټ په تاریخ کې یوه تر ټولو جالیبه ډګر ساتنه نه ده؟ د یادونې وړ ده چې، نن ماښام به ۶:۳۰ بجې راېل چلېنجرز بنلګور او ممبي انډېانز لوبډلې یو د بل په وړاندې سیالۍ ډګر ته ښکته شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې