لیګونه

د آی پي ایل محددیتونه؛ او که لوبغاړي یې مراعت نه کړې دا ډول سزا به ورکړل شې

هند ستر سوداګرېز لیګ چې د روانې سېپټمبر میاشتې له ۱۹ مې نیټې څخه پیل شوی دی او تر راتلونکې نومبر ۱۰ مې نیټې پورې به دوام وکړې. سږ کال دا لیګ د کرونا وژونکي ویروس له امله په هندوستان کې نه ترسره کېږي او سږ کال د کرونا وبا ناروغۍ له امله په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

سږ کال د آی پي ایل قوانین څه شې دي؟

دا چې د هندوستان ستر سوداګرېز لیګ روان دی. او لا هم دوام لري، دلته د لوبغاړو او کارمندانو لپاره یو لړ قوانین موجود دي، چې باید لوبغاړي او اړونده نور غړي یې باید مراعت کړي. د معلوماتو له مخې که یې مراعت نه کړې نو ښایې چې لوبغاړو باندې یو لړ ستر محددیتونه ولګول شې.

که چیرې کوم لوبغاړی او یا هم اړونده کوم بل غړی د لوبې پر مهال له ګرځنده توکو لکه کمپېوټر، مبایل او داسې نور الیکترونکې توکې وکاروې نو ښایې چې یاد شخص باندې محددیتونه ولګول شې، چې له مخې به یې لوبغاړی له درې سیالیو څخه محروم او ترڅنګ به یې نغدي جریمه هم شې.

په ورته حال کې یو لړ چارواکې په دې باور دي، که لوبغاړي شاو خوا درې لکه او یا هم له دې زیات جریمه شې نو دا چاره به د دوی پر جیب باندې کومه اغېزه ونه لري ځکه چې دوی په هماغه کچه عاید له ای پي ایل سیالیو څخه ترلاسه کوي. که چیرې پرې د لوبې بندېز ولګول شې نو دا چاره به پر دوی اغېزه وکړې او کیریر باندې به یې منفې تاثېرات وکړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې