دلوبغاړو په اړهلیګونه

محمد نبي ته په آی پي ایل کې یو بل سرخوږی

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي محمد نبي ته په آی پي ایل سیالیو کې یو بل سرخوږی جوړ شو. څو ورځې وړاندې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې کلیدي الراونډر مېچل مارش د یوې سیالۍ په ترڅ کې ټپې شو. 

چې وروسته ډاکټرانو او د ټیم یو لړ غړو د نوموړي ټپ ژور وباله او زیاته یې کړه، چې ښایې نوموړی د آی پي ایل پاتې لوبې له لاسه ورکړې. چې پر همدې بنسټ اوس لوبډلې ته د نوموړي پر ځای وېسټ انډیزی پیاوړی الراونډر جیسن هولډر راستون شوی دی. 

چې له امله به یې محمد نبي ته په آی پي ایل سیالیو کې د لوبېدو زمینه برابره نه شې، خو مګر نوموړی به په یو څو سیالیو کې ولوبېږي. که چیرې هولډر ښه پایله ور نه کړې نو بیا محمد نبي ته چانس شته دی چې په یادو لوبو کې په مسلسل ډول ولوبېږي. 

مارش د دوشنبې په ورځ ټپې شوی وه. چې اوس یې لوبډلې ته راستنېدل ناممکن شوې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې