دلوبغاړو په اړهلیګونه

آی پي ایل: د محمد نبي لپاره ښه خبر

په ۲۰۲۰ کال آی پي ایل سیالیو کې چې دا یې دیارلسم پړاوو دی. سنراېزر حېدراباد لوبډله ښایې ستر ګوزار ترلاسه کړي، او افغان لوبغاړی محمد نبي بیا ښایې ګټه وکړې. د سنراېزر حېدراباد لوبډلې الراونډر مېچل مارش د راېل چېنجلرز بنګلور پر وړاندې د سیالۍ په جریان کې ټپي شو. 

چې اوس يو لړ راپورنه ورکړل شوې دي، چې هغه به د آی پي ایل سیالیو پاتې لوبې د ټپ له کبله له لاسه ورکړې. خو تر دې دمه پورې رسماً څه نه دي ویل شوې. له بلې خوا د مارش ټپ ژور ښودل شوی دی. 

د حېدراباد لوبډلې یوې سرچینې پي ټي ای ته داسې وویل: ((هغه سخت ټپي شوی دی. زه فکر نه کوم چې هغه دې په پاتې لوبو کې ګډون وکړې.)) تر دې دمه پورې بیا د سنراېزر حېدراباد لوبډلې له لوري څه نه دې ويل شوې. 

خو د لوبډلې لوبډلمشر وارنر وایي، چې هغه ژور ټپ لري او په تګ کولو کې مشکل لري، او نه شې کولی چې پلي وګرځې. چې دا چاره به افغان الراونډر محمد نبي ته په آی پي ایل سیالیو کې د موقعې پیدا کېدو لامل وګرځې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې