دلوبغاړو په اړهلیګونه

دا لوبغاړي د ډوني په شمول؛ د راجستان روېالز پر وړاندې ریکارډونه جوړولی شې

د هندوستان ستر سوداګرېز ليګ چې دا یې دیارلسم پړاوو دی. سږ کال د کرونا له امله په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي. او نن به د آی پي ایل سیالیو په دوام په څلورمه لوبه کې چینای سوپر کېنګز لوبډله له راجستان روېالز لوبډلې سره مخ شې. 

دغه لوبه به د متحده عربي اماراتو په مشهور کریکټ لوبغالي کې ترسره شې. چې د ایم ایس ډوني او سمېټ په څېر افسانوې لوبډلمشران به له یو بل سره مخ شې. خو په دې سیالۍ کې د یو لړ ریکارډونو جوړېدو امکان شته دی راځئ چې دلته ورته کتنه وکړو.

که د چینای سوپر کېنګز لوبډلې لوبډلمشر ايم ایس ډوني په ننۍ سیالۍ کې د راجستان روېالز لوبډلې پر وړاندې په توپ وهنه کې ۶۸ منډې وکړې نو ډوني به د آی پي ایل په تاریخ کې ۴۵۰۰ منډې بشپړې کړې. چې له دې وړاندې پنځو لوبغاړو دا ریکارډ جوړ کړی دی او ډوني به شپږم لوبغاړی وې چې ۴۵۰۰ منډې جوړې کړې. 

همدغه راز، ډوني په شل اورېز کریکټ کې ۲۹۵ شپږيزې وهلي دي، او نوموړی به په دې سیالیو کې د ۳۰۰ شپږېزو بشپړولو چانس ولري. که ډوني په دې لوبه کې ۵ شپږيزې ووهې نو ۳۰۰ شپږیزې به بشپړې کړې او درېم هندي لوبغاړی به شې چې ۳۰۰ شپږیزې وهې. له دې وړاندې روهېت شرما ۳۶۱ شپږیزې وهلې چې لومړي مقام کې دی او ورپسې سرېش رېنا ۳۱۱ شپږيزې وهلې چې دوهم مقام کې دی، که ډوني ۵ شپږیزې ووهې نو درېم هندي لوبغاړی به شې. 

که ډوني د راجستان روېالز پر وړاندې ۳ کېچونه ونیسې نو سرېش رېنا به وروسته پرېږدي او تر ټولو زیات کېچرانو په لیست کې به دوېم نمبر ترلاسه کړې. ډوني اوس مهال ای پي ایل کې ۱۰۰ کېچونه نیولې دي او ۳ نورو کېچونو ته اړتیا لري تر څو له رېنا مخکې شې. رېنا ۱۰۲ کېچونو نیولې دي او یا یې هم اخیستې دي. او دنېش کارتېک بیا تر ټولو زیات ۱۰۹ کېچونه نیولې دي. 

که واټسن په ننۍ لوبه کې ۴۳ منډې وکړې، نو د چینای سوپر کېنګز لپاره به ۱۰۰۰ منډې بشپړې کړې. د چینای لوبډلې لپاره ۱۰ لوبغاړي په دې بریالې شوې دي چې ۱۰۰۰ منډې یې جوړې کړې دي. همدغه راز امباتي رډیو بیا ۴۵ منډو ته اړتیا لري، تر څو ۱۰۰۰ منډې بشپړې کړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې