نړیوال کریکټ

زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې د پاکستان سفر لپاره ۲۵ کسېز نوملړ اعلان کړ

نن د سېپټمبر په ۲۱ مه نېټه زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې د پاکستان سفر لپاره خپله ۲۵ کسېزه لوبډله اعلان کړه. چې په دې لوبډله کې ډیری د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې نوې څیرې لېدل شوې دي. زمبابوې کریکټ ملي لوبډله به ډېر ژر پاکستان هېواد ته د سیالیو ترسره کېدو لپاره سفر وکړې. 

تمه ده، چې په اکتوبر/نومبر میاشت کې به پاکستان هېواد په ځانګړي ډول د پاکستان ملتان ښار د درې یو ورځینو لوبو کوربه وې. په داسې حال کې چې پاتې شل اوریرې سیالۍ به په راولپنډۍ کې ترسره شې. 

د زمبابوې کریکټ بورډ رئیس ویلي دي، چې ډېر ژر به د یاد سفر په اړه رسمي اعلامیه خپره شې. په ورته مهال پاکستان کریکټ بورډ بیا د کرونا پر وړاندې احتطاطي تدابېرو ته په پام کې نیولو سره پر قوانینو چمتو کولو باندې بوخته ده. او ښایې چې دا لړۍ د تړلو دروازو ترشا ترسره شې.

  https://twitter.com/ZimCricketv/status/1307666518004641792?s=20

د زمبابوې اعلان شوی ۲۵ کسېز نوملړ: 

فراز اکرم ، ریان برل ، ریګېس چکابا ، بریان چاري ، تاندي چتارا ، چمو شیبه ، ایلټون چېګمبورا ، تاندي چیسورو ، کرژګ ارین ، کیلي جاروېس ، لوک جونګوي ، تیناش کامونهوکموی ، ویسلي مادیوویر ، ټیمیسن مروسا ، ویلېنګټن موساکازا ، کارل ممبا ، ریچارډ مطمبامي ، ریچارډ نګاراوا ، سکندر رضا ، ملټن شمبا ، برېنډن ټیلر ، ډونلډ تریپانو ، شان ولیمز.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې