دلوبغاړو په اړهلیګونه

راشد خان: که لوبغاړي له ذهني “اړخه” تازه وساتل شي، نو آی پي ایل به بریالی شي

راشد خان چې له ۲۰۱۷ م کال راهیسې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې سره یو ځای شوی دی او د یادې لوبډلې لپاره یو خورا ارزښتناک لوبغاړی دی. خان سږ کال هم د همدې لوبډلې برخه دی. سږ کال آی پي ایل په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي، چيرې چې د متحده عربي اماراتو فیچونه د سپین (ورو بالېنګ) لپاره مناسب دي. 

تازه همدې کلیدي لوبغاړي په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې که چیرې لوبغاړي له ذهني اړخه تازه وساتل شي او په آی پي ایل سیالیو کې یې د کرونا له محدیتونو څخه وژغورل شي نو دا چاره به د آی پي ایل سیالیو دریارلسم پړاوو بریالی کړي. 

همدغه راز راشد خان وویل: ((که څه هم د متحده عربي اماراتو ګرانډونه (لوبغالي) کوچنې دي، خو مګر د ورو بالرانو لپاره یې ویشتنځای یا فیچ مناسب دی.)) هغه زیاته کړه، دلته به د هرې لوبډلې لپاره ورو بالران خورا مهم او کلیدي وي.

د یادونې وړ ده، چې نن دوشنبه به سنراېزر حېدراباد لوبډله له بنګلور چلېنجرز لوبډلې سره مخ شې، دا د آی پي ایل سیالیو په دوام درېمه لوبه ده چې نن به ترسره شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې