نړیوال کریکټ

انګلینډ کریکټ ټیم باندې د کرونا اټیک!

د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ له امله له تېرو څو میاشتو راهیسې سپورټې فعالیتونه په ټپه درول شوې وه، او ډیری کریکټران په کورونو کې قرنطین شوې وه، خو بیا هم له قرنطین سره سره ځینې لوبغاړي پر کرونا ویروس باندې اخته شوې وه. 

تازه د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې افسانوې الراونډر ډوېډ ویلي د کرونا ناروغۍ مثبته ازموینه ورکړې ده، دغه ۳۰ کلن لوبغاړي پر خپل انسټاګرام او ګڼو نورو ټولنېزو رسنیو باندې خبر ورکړی دی، چې د کرونا ویروس مثبته ازموینه یې ورکړې ده. 

ویلي په تېره میاشت کې د ایرلنډ پر وړاندې وروستۍ لوبه کې لوبېدلی وه. ویلي پر خپل رسمي انسټاګرام اکاونټ باندې یو ټویټ خپور کړی وه چې په کې یې لیکلې دي: 

((ستاسو له پیغامونو څخه مننه. ما او زما میرمنې د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ مثبته ازموینه ورکړې ده.)) نوموړي خپګان څرګند کړی دی چې د ویټالیټې بلاسټ شل اورېزو سیالیو له لوبېدو څخه بې برخې شو. 

هغه په ویټالیټې بلاسټ شل اورېزو لوبو کې د یارکشېر لوبډلې برخه وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې