نړیوال کریکټ

ډین جونز: ډوني په قرنطین کې ځوانانو ته لارښوونه کوي

د ۲۰۲۰ م کال هندوستان هېواد ستر سوداګرېز لیګ (آی پي ایل) به ډېر ژر پیل شي، د دې لیګ لومړۍ لوبه چې ټاکل شوې د راتلونکې شنبې په ورځ چې سېپټمبر میاشتې له ۱۹ مې نیټې سره سمون خوري پیل شې. لومړۍ لوبه به د چینای سوپر کېنګز چې لوبډلمشر یې ډوهني دی او ممبۍ انډیانز چې د تیر کال اتله لوبډله ده ترمنځ پیل شې. 

ډوني له هغو هندي لوبغاړو څخه دی چې په ۲۰۱۹ م کال کې په پنځوس اورېز جام کې یې خپله وروستۍ سیالۍ د نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه. او له هغې وروسته بیا په کومه نړیواله لوبه کې ونه لېدل شو چې له څه ځنډ وروسته یې بیا له نړیوال کریکټ څخه تقاعد هم اعلان کړ. 

تازه د نیوزیلینډ کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او اوسني مشهور تبصره کوونکي ډین جونز له سټار سپورټس تلویزونې شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي دي، چې ډوني به په قرنطین کې ځوانانو ته لارښوونې وکړې چې پر بنسټ به یې ځوان لوبغاړي تجربې ترلاسه کړې. 

نوموړي وویل: ((خلک به تل د ډوني لاسته راوړنې په یاد ولري، ډوني یو ښه لوبډلمشر دی. خو مګر هغه له تېرو ۱۴ میاشتو راهیسې کریکټ نه دی لوبولی. په داسې حال کې چې له ۱۴ میاشتو وروسته بیرته چینای کې په یو کیمپ کې ولېدل شو. هغه یو شمېر ځوانانو ته د قرنطین په تړاو يو څه درس ورکړ. ځکه چې د لوبې په جریان کې یو لړ قوانین شتون لري.))

نوموړي همدغه شان زیاته کړه: ((د کیپتان په توګه هغه په خپلو تکتیکونو کې ډېر محافظه کار دی. د هغه لاسته راوړنې به تل په یاد وې او د پنځو هندي لوبغاړو له ډلې څخه یو هم ډوني زما د خوښې وړ لوبغاړی دی.)) په ورته حال کې بریټ لي هم د دواړو کیپتانانو د پرتلنې په اړه خبرې کړې دي. 

بریټ لي د خبرو پرمهال داسې وویل: ((زه څه ووایم روهېت شرما یو له غوره لوبډلمشرانو څخه دی. دا دواړه تکړه لوبډلمشران دي خو مګر دواړه جلا ـ جلا کیپتانان دي.))

روهېت او ډوني د آی پي ایل په تاریخ کې یو له پیاوړو کیپتانانو له نوملړ څخه دي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې