لیګونه

سږ کال د آی پي ایل مراسم نه ترسره کېږي

د هند ستر سوداګرېز لیګ به د روانې سېپټمبر میاشتې په ۱۹ مه نېټه د چینای سوپر کېنګز او ممبۍ انډیانز پر لوبې را پیل شې. تېر کال د دغه لیګ اتلولې ممبۍ انډیانز لوبډلې ترلاسه کړې وه، چې سږ کال د یاد لیګ ۱۳ م پړاو دی او ممبۍ انډیانز به له خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي. 

د رسنیو د راپورنو له مخې، چې سږ کال به د آی پي ایل لیګ پرانیستې مراسم نه ترسره کېږي، او د پرانیستې له مراسمو پرته به پیل شې. آی پي ایل سږ کال د کرونا له وجې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي. 

په ورته مهال د بي سي سي آی مشر سوراف ګنګولي ویلي دي، چې سږ کال به په آی پي ایل کې ۳۰ سلنه وګړو ته اجازه ورکړل شې، تر څو دا لیګ له نږدې وګوري. او پاتې نور وګړي به نوموړی لیګ له تلویزونونو څخه وڅارې.

د یادونې وړ ده چې آی پي ایل لیګ به په پاکستاني او چینایي چینلونونو باندې ونه ښودل شې، ځکه په دې وروستیو کې هند له چین سره اړیکې خورا ترېنګلې کړې دي او له پاکستان سره یې له پیل څخه اړیکې خرابې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې