نړیوال کریکټ

انګلیستان د سوفي ډنګلي او د کيټې جورج په شتون کې لوبډله اعلان کړه

انګلیستان ښځینه کریکټ ملي لوبډلې د سوفي ډنګلي او کیټې جورج په شتون کې د وېسټ انډېز ښځینه کریکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبډله اعلان کړه، دا دوه ښځینه لوبغاړې له خورا زیات ځنډ وروسته یو ځل بیا انګلیستان ښځینه کریکټ لوبډلې ته راستنه شول. 

ټاکل شوې ده چې د دواړو ښځینه کریکټ لوبډلو ترمنځ به پنځه شل اوریزې سیالۍ ترسره شې، چې پر همدې اساس انګلیستان ښځینه کریکټ ملي لوبډلې خپله ۱۶ کسېزه لوبډله اعلان کړه. د انګلیستان ښځینه کریکټ ملي لوبډلې سر روزونکي لېزا کېټلي په یو بیان کې وویل: 

((دا اوړی د هر چا لپاره له ننګونو ډک وه، مونږ ویاړو چې پداسې یو حالت کې بیا هم نړیواله لړۍ لرو. او د ښځینه لوبغاړو لوبو ښودلو موقعه مو ترلاسه کړې ده.)) دا سیالۍ به د تړلو دروازو ترشا ترسره شې.

د انګلیستان ښځینه کریکټ لوبډلې ۱۶ کسېزه نوملړ: 

هیدر نائټ ، ټامي بېومونټ ، کاترین بروټ ، کیټ کراس ، فرییا ډیوس ، سوفیا ډنکلي ، سوفي ایکليسټون ، کېټي جورج ، سارا ګلېن ، امي جونز ، ناټ سکېور ، انیا شربسول ، مډي ویلیئرز ، فرانس ویلسن ، لارین وینفېلډ ، ډني وایټ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې