افغانستان کریکټلیګونه

کابل بازانو د شپږېزه لیګ ۷ م پړاو اتلولې ترلاسه کړه

د افغانستان سترې کورنۍ سیالۍ چې د سېپټمبر میاشتې په ۶ مه نېټه پیل شوې وې، نن د سېپټمبر میاشتې په ۱۶ مه نېټه د ایوبي کابل بازانو لوبډلې په بریا سره پاېته ورسېدلې.

د لوبې په پیل کې مس عېنک اتلانو لوبډلې د لوبې پچه وګټله، او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، سیالې لوبډلې (کابل بازانو) د لومړۍ توپ وهنې پر مټ په ۱۹،۱ اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۹ منډې جوړې کړې. 

د کابل بازانو لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې سمېع الله شینواري ۳۲ او یونس احمدزي زیاتې ۳۶ منډې جوړې کړې. د مس عېنک اتلانو له لوري په توپ اچونه کې بیا دولت ځدران ۳، شاپور ځدران او نور احمد بیا ۲-۲ ویکېټې ترلاسه کړې.

په ځوابي توپ وهنه کې مس عېنک اتلانو لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه کړ او سیالۍ یې سیالې لوبډلې ته د ۹ منډو په توپېر سره وبایلله. د مس عېنک اتلانو له لوري توپ وهنه کې غمي ځدراڼ ۴۰ سترې منډې جوړې کړې. 

د ایوبي کابل بازانو له لوري توپ اچونه کې نجات مسعود او ننګیالي ۲-۲، حسیب لکڼوال، عظمت الله او ضیاء الرحمن شریفي هر یوه یو-یو ویکېټ ترلاسه کړه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې