نړیوال کریکټ

بنګله دېش کریکټ بورډ د کورنې لیګ پر پیلیدو غور کوي

د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې راتلونکی سیرېز له نامعلوم برخلیک سره مخ دی. او ښایې چې د دې سیرېز پر ځای د بنګله دېش هېواد ستر کورنی تجارتې لیګ پیل شې، سریلانکا او بنګله دېش د دواړو هېوادونو کریکټ بورډونه تر دې دمه پورې هوکړې ته نه دي رسيدلې. 

د بي ډي کرېکټایم د راپور پر بنسټ، چې د بنګله دېش کریکټ بورډ عمومي مشر چودري ویلي دي، چې د سریلانکا هېواد له لوري ټاکل شوې شراېط د دوی لپاره د منلو وړ نه دي. 

که له سریلانکا سره سفر لغوه شې نو څه به وشې؟

د کریکټ له ډیری مینه والو سره پوښتنه ده، که د سریلانکا او بنګله دېش کریکټ لوبډلو ترمنځ راتلونکی سیرېز لغوه شي نو بنګله دېش لوبډله به څه وکړي؟ چې پر همدې بنسټ بي ډي کرېکټایم ورزشي خبرپاڼې د بنګله دېشي چارواکو له قوله ليکلې دي، چې د دغې لوبې لړۍ پر ځای به د بنګله دېش هېواد پر کورنې کریکټ غور وکړې او ښایې پر ځای یې دا کورنی لیګ پیل شې. 

بي پي ایل یا بنګله دېش پریمیر لیګ د یاد هېواد سترې کورنۍ سیالۍ دي، او په اړه به یې ډېر ژر پرېکړه وشي تمه کېږي چې د پریکړې په ترڅ کې به د یاد لیګ نهایې نېټه هم وټاکل شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې