نړیوال کریکټ

سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډله له بشپړ غړیتوب څخه د اخیستو په حال کې ده

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډله له نړیوال کریکټ څخه د وتلو په حال کې ده، یاد بورډ د سوېلي افریقا حکومت له لوري د غلط مدیریت تورونو له امله محور شو. 

د یوې هندي وېبپاڼې د راپور پر اساس، چې دغه بورډ له خورا ګڼو ننګونو سره مخ دی، او ښایې چې د کریکټ نړیواله شورا ترې بشپړ غړیتوب واخلي. دا په داسې حال کې ده چې د کریکټ نړیواله کمېټه د کرېکټېنګ په چارو کې د حکومت مداخلې ته اجازه نه ورکوې. 

نو پر همدې اساس ښایې سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډله له بشپړ غړیتوب څخه خلاصه شې او یاد غړیتوب ور څخه واخیستل شې. په ورته حال کې د یاد هېواد د سپورټس المیپک کمیټې د یوې میاشتې لپاره هر ډول کریکټ ځنډولی دی او دغه کیسه یې د څیړنې لاندې نیولې ده.

د یادې کمیټې اجرایوي سرپرست روي ګوېندر وویل: ((زمونږ کمېټه به هڅه وکړې چې په سوېلي افریقا کریکټ بورډ کې روان جنجال ته د پای ټکی کېږدي. دا جنجال د پخواني اجرایوي رئیس تهنګ مورو له کبله رامینځته شوی وه چې له همدې امله هغه له دندې لرې کړای شو.)) 

نوموړي هم په دې وروستیو کې خورا زیاته خواشینې څرګنده کړې ده، او زیاته کړې یې ده چې مونږ د دغه حالتو په لېدو سره خورا اندېښمن یوو.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې