لیګونه

راشد خان او محمد نبي متحده عربي اماراتو ته ورسېدل

د افغان کریکټ ملي لوبډلې دوه مخکښې او نوموتې څیرې د هند سوداګرېز لیګ لپاره متحده عربي اماراتو ته ورسېدل. دا دوه لوبغاړي چې په آی پي ایل لیګ کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې کلیدي او مهم لوبغاړي دي او له تیرو څو کلونو راهیسې یې له ځان سره مل ساتلې دي سږ کال به هم د همدې لوبډلې لپاره ولوبېږي. 

د یادونې وړ ده چې راشد خان او محمد نبي له وېسټ انډېز هېواد څخه متحده عربي اماراتو ته حرکت کړی وه او له هغه ځای څخه یې متحده عربي اماراتو ته ځان ورساوه. ښایې مجېب الرحمن هم نن د متحده عربي اماراتو پر لوري حرکت کړی وې. 

دا لوبغاړي به اوس مهال د کرونا پر وړاندې د قرنطین شپږ ورځنۍ بند موده بشپړه وې او بیا به تمریناتو ته راګرځې. سنراېزر حېدراباد لوبډلې هم تائید کړې ده چې راشد خان او محمد نبي متحده عربي اماراتو ته رارسېدلې دي.

د یادونې وړ ده چې آی پي ایل به سږ کال د کرونا له امله په متحده عربي اماراتو کې ترسره شې او لومړۍ لوبه به په شیخ زیاد لوبغالي کې د چینای سوپر کېنګز او د تېر کال اتلې لوبډلې ممبۍ انډیانز پر لوبې پیل شې. دا لیګ به د راتلونکې شنبې په ورځ پیل شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې