دلوبغاړو په اړه

د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی د ۷۳ کالو په عمر سره ومړ

د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی انتوني مارینان اوپټا د ۷۳ کالو په عمر سره مړ شو. د کریکټ مشهورې ورزشي وېبپاڼې ې اېس فېن کرېکنفو په یو راپور کې ویلي دي، چې نوموړی له څو ورځو راهیسې په روغتون کې بستر وه. 

چې د ډېرو درملو سره سره بیا هم ونه ژغورل شو او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ. نوموړی د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې ښی لاستی تېز بالر وه او د یاد کریکټ ټیم یو افسانوې لوبغاړی یادېده.

نوموړي په ۱۹۷۱ م کال کې کریکټ پیل کړ، او وروسته یې یو شمېر کلبونو له لوري د کوچنېنګ وړاندېزونه هم ترلاسه کړل. چې په یو شمېر شخصي کلبونو کې د روزونکي په توګه هم پاتې شوی دی. 

هغه د سریلانکا په کولمبو سېټ پېټرز پوهنتون کې خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړې وې. چې وروسته یې بیا نړیوال کریکټ پیل کړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې