لیګونه

حضرت لمېټېډ مس عېنک اتلانو په ستر توپیر له امو نهنګانو بریا خپله کړه

د شپږېزه کریکټ لیګ سیالیو پر دوام نن په ۱۳ مه لوبه کې حضرت لمېټېډ مس عېنک اتلانو او امو نهنګان لوبډلې یو له بله سره مخ شوې، چې په پایله کې مس عېنک اتلانو په ستر توپېر سره سیالۍ وګټله. مس عېنک اتلانو په ۱۳۱ منډو سره امو نهنګانو ته ماتې ورکړه.  

د لوبې په پیل کې امو نهنګانو لوبډلې پچه وګټله، او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. چې مس عېنک اتلانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د پنځو ویکېټو په سوځېدو له سیال لوري ۱۹۳ منډې ترلاسه کړې. 

چې میس عېنک اتلانو لپاره په توپ وهنه کې حشمت الله شهیدي ۸۲ ناسوځېدلې منډې او بهار علي شینواري ۵۷ منډې ترلاسه کړې. د امو لوبډلې له لوري توپ وهنه کې فرید احمد دوه، یوسف ځاځي، جمعه ګل او عبدالواسع هر یوه یوه-یوه ویکېټ ترلاسه کړه.

امو نهنګانو لوبډلې د توپ وهنې په پاڼۍ کې خورا بد پیل ورکړ او د سیالې لوبډلې پر وړاندې یې خورا عجیبه ماتې وخوړله، امو لوبډلې په ۱۲ اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۶۲ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې په ستر توپېر سره سیالۍ وبایلوده. 

د میس عېنک اتلانو له لوري په توپ اچونه کې دولت ځدران پنځه ویکټې واخیستې همدغه راز نوراحمد دوه، شاهدالله، عبدالرحمن او عبدالباقي یوه-یوه ویکېټ ترلاسه کړه. 

د یادونې وړ ده چې سبا به د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په ۱۴مه لوبه کې د سهار ۹:۰۰ بجې د ایوبي کابل بازان د اکټو سپین غر له زمریانو او د ماسپښین ۱:۳۰ بجه د نوید احمدزي امو نهنګان لوبډله د ډېوه ګروپ بست ساتونکو پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې