لیګونه

ټرېنباګو ناېټ راېډرز د دریم ځل لپاره د سي پي ایل سیالیو اتلولې ترلاسه کړه

د وېسټ انډېز سوداګرېز لیګ پای لوبه پرون ترسره شوه، چې په پای لوبه کې ټرېنباګو ناېټ راېډرز لوبډله له سېټ لوسیا زوکس لوبډلې سره مخ شوه، چې پایله کې ټرېنباګو ناېټ راېډرز د ۲۰۲۰ م کال سي پي ایل سیالیو اتلولې ترسره کړه. دا دریم ځل شو چې ټرېنباګو لوبډلې د دریم ځل لپاره اتلولې ترلاسه کړه. 

د لوبې په پیل کې ټرېنباګو ناېټ راېډرز لوبډلې ټاس وګټلو او لومړی یې توپ اچونه انتخاب کړه، لوسیا زوکس لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې پر مټ په ۱۹،۱ اور کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۴ منډې جوړې کړې. د لوسیا زوکس لوبډلې له لوري توپ وهنه کې انډر فېلچر ۳۹، نجېب الله ځدران ۲۴ او محمد نبي ۲ منډې جوړې کړې.

د ټرېنباګو ناېټ راېډرز لوبډلې له لوري توپ اچونه کې لوبډلمشر پولارډ ښه وځلېد او د سیالې لوبډلې څلور مهم لوبغاړي یې وسوځول. 

ټرېنباګو ناېټ راېډرز لوبډلې ټاکل شوې هدف ته په ځواب کې یاد هدف په ۱۸،۱ اورنو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ. د راېډرز لوبډلې له لوري پای لوبه کې سېمونز او براوو ښه وځلېد. براوو ۵۸ ناسوځېدلې او سېمونز سترې ۸۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. 

لېنډل سېمونز د خپلې غوره توپ وهنې له امله په پای لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شول. او لوبډلمشر پولارډ بیا د سیرېز غوره لوبغاړی وټاکل شو.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې