لیګونه

بوسټ ساتوونکو د څلورو ویکېټو په شتون کې بریا ترلاسه کړه

د اتصلات فورجي شپږېزه کریکټ لیګ سیالیو پر دوام نن په ۱۱ مه لوبه کې مس عېنک اتلان له بوسټ ساتوونکي لوبډلې سره مخامخ شول، چې په ترڅ کې یې بوسټ ساتوونکو د څلورو ویکېټو په شتون کې بریا ترلاسه کړه. 

د لوبې په پیل کې حضرت لمېټېډ مس عېنک اتلانو د اتصالات فورجي شپږیزې کریکټ لیګ د لوبې پچه وګټله او د سیالې ډېوه ګروپ بوست ساتونکو پر وړاندې یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ مس عېنک اتلانو په ټاکل شوو شل اورنو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې. 

چې له منځه یې شهزاد محمدي په روانه شپږېزه لیګ کې لومړۍ سلیزه هم بشپړه کړه خو لوبډله یې تر بریا ونه شوه  رسولی، نوموړي په ۶۴ بالونو باندې ۱۰۴ سترې منډې وکړې همدغه راز غمي ځدران ۳۵ منډې جوړې کړې. 

د بوسټ ساتوونکو له لوري یواځې بیا کریم جنت دوه کلیدي لوبغاړي له مخې پورته کړل. یاد هدف ته په ځواب کې د بوسټ ساتوونکو پیل خورا خراب وه، خو په مېډل ارډر کې بیا لوبډلې ښه پیل وکړ او یاد هدف یې بشپړ کړ.

د بوسټ ساتوونکو له منځه توپ وهنه کې لوبډلمشر ګلبدین نایب ۵۴ ناسوځېدلې، احسان الله ۴۵ او کریم جنت بیا ۲۷ منډې وکړې او لوبډلې یې د څلورو ویکېټو په توپېر سره بریا وموندله. 

د میس عېنک لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې عبدالله مزاري، شاهد الله، شاپور ځدرن او  محمدالله همکار هر یوه یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه، همدغه شان نور احمد بیا دوه لوبغاړي وسوځول.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې