لیګونه

بند امېر په اسانه توګه سپېن غر لوبډلې ته ماتې ورکړه

د شپږېزه کریکټ لیګ سیالیو په دوام نن لسمه لوبه کې بند امېر ښامارانو لوبډلې سپین غر زمریانو لوبډلې ته ماتې ورکړه. د لوبې په پیل کې کریم صادق پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.  

سپېن غر لوبډلې په ټاکلو شل اورنو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۹ منډې جوړې کړې. او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکلو. سپېن غر لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې پروېز ملکزي ۴۱ او وحید الله شفیق ۳۲ زیاتې منډې وکړې. 

بند امېر ښامارانو لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې حمیدحسن، شراف الدین اشرف، طارق ستانکزي او وقار سلام خېل هر یوه یو ـ یو لوبغاړی وسوځوه. 

د سپېن غر لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف بند امېر ښامارانو لوبډلې په ۱۶،۱ اورنو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ. د ښامارانو له لوري په توپ وهنه کې حضرت الله ځاځي ۴۲، عثمان غني ۴۰ او لوبډلمشر اصغر افغان بیا ۳۸ منډې ترلاسه کړې. 

سپېن غر زمریانو له لوري په توپ اچونه کې قېس احمد، زاهدخان او افتاب عالم یوه ـ یوه ویکټه واخیستله

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې