دلوبغاړو په اړه

کاګېسو رباډا هم د آی پي ایل سیالیو لپاره چمتووالی پیل کړ

هند سوداګرېز لیګ به په متحده عربي اماراتو کې د روانې سېپټمبر میاشتې له ۱۹ مې نیټې څخه پیل او تر نومبر ۱۰ مې نیټې پورې به دوام وکړې. دا سیالۍ به د چینای سوپر کېنګز او د تېر کال اتلې لوبډلې ممبۍ انډیانز پر لوبې پیل شې. 

په ورته وخت کې د یادو سیالیو لپاره د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې فاسټ بالر څوګ چې په شاو خوا ۱۵۰ سرعت کې توپ اچونه کوي د ډهلي کپټلز لوبډلې سره یو ځای شوو. کاګېسو رباډا د ډهلي کپټلز لوبډلې سره مل دی او سږ کال به دا لوبغاړی د ډهلي لوبډلې استازیتوب وکړې. 

رباډا چې په ۲۰۱۷ م کال کې یې په ای پي ایل لیګ کې د لومړي ځل لپاره سیالۍ پیل کړې او له هماغه وخت راهیسې په یاد لیګ کې تر دې دمه پورې لوبېږي. رباډا په آی پي ایل کې یو ځانګړی شهرت لري او د خطرناکو فاسټ بالرانو په لیست کې یې څلورم نمبر خپل کړی دی. 

بل پلوه ډهلي کپټلز یوه له هغو بدبختو لوبډلو څخه ده، چې له ۱۲ کالو راهیسې یې هېڅ د اتلولۍ سرلېک نه دی ګټلی او دا ځل به یې هڅه دا وې چې په بهرنۍ خاوره کې د آی پي ایل سیالیو سرلېک وګټې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې