نړیوال کریکټ

نن انګلیستان د جوس بټلر په نشتون کې درېمه شل اورېزه لوبه پیلیوي

انګلیستان کریکټ ملي لوبډله نن د سېپټمبر په ۸ مه نېټه د شل اورېزو لوبو لړیو څخه درېمه او وروستۍ شل اورېزه سیالۍ پیلیوي. چې دا سیالۍ به د پیاوړي او افسانوې لوبغاړي جوس بټلر په نشتون کې ترسره شې. 

د انګلیستان کریکټ بورډ پر وېنا، چې بټلر له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی چې پر همدې بنسټ هغه له لوبډلې څخه لرې شوی دی او درېمه شل اورېزه سیالۍ کې به شتون ونه لري.

یاد کریکټ بورډ زیاته کړې ده، مخکې له دې چې بټلر له مونږ سره یو ځای شې هغه به لوبډلې ته له راتلو وړاندې د کرونا ټیسټ ورکړې. هغه په تېرو دوو لوبو کې خورا ښه کارګردګې ترسره کړې ده. نوموړي په لومړۍ لوبه کې ۴۴ او په دوېمه شل اورېزه لوبه کې یې ۷۷ سترې منډې جوړې کړې.

انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې له دې وړاندې دوه شل اوریزې لوبې په خپلې بریا سره پاېته رسولې دي. او سیرېز یې وار دمخه په خپل نوم کړی دی. نن به د سیرېز وروستۍ سیالۍ پیل شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې