دلوبغاړو په اړه

ډوېډ هسي: د کلکتې ناېټ راېډرز دغه توپ وهوونکی د دې وړتیا لري دوه غبرګي سلیزي ووهي

هند سوداګرېز لیګ چې د نړۍ تر ټولو ستر لیګ دی. ټاکل شوې ده چې سږ کال د هند پر ځای په متحده عربي اماراتو کې پیل شې. دا لیګ به د سېپټمبر له ۱۹ مې نیټې څخه پیل شي او تر نومبر ۱۰ مې نیټې پورې به دوام وکړې.

په ورته حال کې د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې روزونکي ډوېډ هسي ویلي دي، چې د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې دغه افسانوې توپ وهوونکی کولی شي چې په شل اورېز کریکټ کې دوه غبرګې سلیزې ووهې. 

ډویډ هسي په يو خبري کنفرانس کې وویل: ((که انډر رسیل په درېم نمبر کې توپ وهنه ترسره کړي نو امکان شته دی چې هغه په شل اورېز کریکټ کې دوه غبرګې سلیزې جوړې کړې.))

د یادونې وړ ده چې انډر رسیل تېر کال په ۱۳ سیالیو کې ۵۱۰ منډې جوړې کړې وې. په داسې حال کې چې په توپ اچونه کې یې ۱۱ ویکیټې اخیستې دي. 

لیکنه: هارون مومند

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې