لیګونه

د کریم صادق پنځو ویکېټو سپین غر زمریانو لوبډله تر بریا ورسوله

د افغانستان شپږېزه کریکټ لیګ سیالیو په دوام نن سهار سپېن غر زمریانو لوبډله له امو نهنګانو لوبډلې سره مخ شوه، چې سپېن غر زمریانو لوبډلې د لوبډلمشر کریم صادق د ښیې توپ اچونې پر مټ بریا ترلاسه کړه. 

د لوبې په پیل کې سپین غر زمریانو لوبډلې لوبډلمشر کریم صادق پچه وګټله او ځپله یې لومړی د امو نهنګانو لوبډلې پر وړاندې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ یې ټاکلو شل اورنو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۱ منډې جوړې کړې. 

د سپېن غر لوبډلې له لوري توپ وهنه کې زبید اکبري ۵۱ او ناصر عمر ۳۸ سترې منډې جوړې کړې. د امونهنګانو لوبډلې لپاره توپ اچونه عبدالواسیع دوه، یمین احمدزي، نصرت‌الله او حیات‌الله یو ـ یو لوبغاړی له مخې پورته کړ. 

امونهنګانو لوبډلې د ۱۵۱ منډو په ځواب کې په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۱ منډې جوړې کړې، چې په دې سره یې د ۴۹ منډو په توپېر د سپین غر لوبډلې څخه ماته وخوړله.

د امونهنګانو لپاره عبدالواسیع ۳۰، دروېش رسولي ۲۱ او فرهان زاخېل، ۱۳ منډې جوړې کړې. همدغه راز سپین غر زمریانو لوبډلې ته لوبډلمشر کریم صادق ۵ ویکټې واخیستلې، خو افتاب عالم، زوحیق او زبید بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله. 

د لوبې غوره لوبغاړی د سپین غر لوبډلې لوبډلمشر کریم‌ خان صادق ونومول شو، هغه د خپلې لوبډلې لپاره په توپوهنه کې ښه ونه ځلېد، خو مګر د سیالې لوبډلې ۵ کلیدي لوبغاړي یې وسوځول او خپله لوبډله یې تر بریا ورسوله.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې